معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې سرپرست وزیر له چین څخه د همکاریو غوښتنه وکړه

د کرنې سرپرست وزیر له چین څخه د همکاریو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې یې له افغانستان سره د چین د همکاریو غوښتنه کړې ده.

عطاءالله عمري ویلي، هڅه کوي چې له خپلو کروندګرو سره د پرمختللو کرنیزو ټکنالوژیو د برابرولو، د کوکنارو د کښت لپاره د مناسب بدیل په موندلو او په کروندو کې د اوبو د تنظیم په برخه کې همکاري وکړو او په دې پرخه کې يې د چین همکاري او مرسته مهمه بللې ده.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د چین سفیر د کاني په برخو همکاریو ته په اشارې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس