معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې وزارت پلاوي د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو سره کتلي

د کرنې وزارت پلاوي د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د راپورونو له مخې ازبکستان ته تللي افغان پلاوي د یاد هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونې له مسوولینو سره کتلي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یاد وزارت مرستیال ویلي، چې غواړي له افغانستانه ازبکستان ته د کرنیزو حاصلاتو صادرات ډېر شي.

د راپور پر بنسټ، دغه لیدنه کې د یاد وزارت سلاکار محمد ولي وزیري له ازبکستاني لوري غوښتي، چې د اړتیا وړ خام مواد له افغانستانه وارد کړي.

په افغان پلاوي کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم ګډون لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس