معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې وزارت یو پلاوی مالدارۍ برخه کې د اړیکو پیاوړتیا لپاره ایران ته تللی

د کرنې وزارت یو پلاوی مالدارۍ برخه کې د اړیکو پیاوړتیا لپاره ایران ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي، د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

ټاکل شوې چې د دې سفر په ترڅ کې افغان پلاوی د افغانستان په کرنې او مالدارۍ سکتور کې شته فرصتونه ایراني پانګوالو ته معرفي کړي او هغوی ته به د پانګونې لپاره لازم ډاډ ورکړي.

همدارنګه افغان پلاوی به د ایران د جهاد کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنه وکړي او د کرنې په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس