معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کرکټ الف لوبډله نن له هانکانګ سره سیالي کوي

د کرکټ الف لوبډله نن له هانکانګ سره سیالي کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین یوه بجه د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې د هانکانګ لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

دغه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب په العمارت کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ورته بشپړ چمتوالی هم نیولی دی.

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې تېره اوونۍ له عمان سره دوه تمریناتي لوبې هم ترسره کړې، چې په لومړۍ لوبه کې یې ماته ومنله او دوهمه لوبه یې له سیالۍ لوبډلې وګټله.

په دې درې اړخېزه لوبلړۍ کې د عمان، هانکانګ او افغانستان الف لوبډلې د یو بل پروړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې پیل یې نن د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه کیږي او تر ۱۵مې به دوام وکړي.

افغان لوبډله به له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته په ایمرجېنګ آسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس