معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کرکټ نړيوال جام کې افغانستان نن له اسټراليا سره لوبه کوي

د کرکټ نړيوال جام کې افغانستان نن له اسټراليا سره لوبه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د اسټرلیا کرکټ بورډ د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغانستان سره درې پنځوس اوریزې لوبې پر افغان نجونو د محدودیتونو په غبرګون کې لغوه کړې وې، نن د نړيوال جام سياليو په لړ کې د افغانستان سره مخامخ کیږي.
تر دې دوه ورځې وړاندې افغان لوبغاړي نوین الحق د اسټرلیا کرکټ بورډ ننګولی و او ویلي یې وو، “وبه لیدل شي چې اوس اسټرلیا ته بشري حقونه ارزښت لري او که نړیوال جام کې ۲ امتیازونه”
د افغان لوبډلې دا اتمه لوبه ده چې له اسټراليا به یې ترسره کړي.
یاده لوبه نن له غرمې وروسته يوه بجه د هند په ممبۍ ښار کې پيليږي.
افغانستان تر دې مهاله، په خپلو اووه لوبو کې څلور ګټلي او درې يې بايللي دي، خو سيالې لوبډلې بيا په اووه لوبو کې پنځه ګټلي او دوه يې بايللي دي.
د نن ورځې لوبه د ياد جام دوهم پړاو تګ ته د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس