معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د اوبو يو شمېر بندونه چې د جمهوريت پر مهال يې کارونه پيل، خو نيمګړي پاتې و، د سرپرست حکومت په راتګ سره يې کارونه پيل او ځينې يې بشپړ شوي دي.

د کمال خان بند يو له هغه بندونو څخه دی، چې دمګړۍ يې چارې سل سلنه بشپړې شوې او د کابل د شاه او عروس بند چارې په بشپړېدو دي.

نوموړي ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري، چې د هرات د شينډنډ، د تخار د کوکچه سفلا، غزني د زردالو او د کابل د باغ درې بندونو جوړولو عملي چارې ژر تر ژره پيل کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس