معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار امنيه قوماندان د ملګرو ملتونو د امنیتي مشاور او نورو لوړ پوړو کسانو سره وکتل

د کندهار امنيه قوماندان د ملګرو ملتونو د امنیتي مشاور او نورو لوړ پوړو کسانو سره وکتل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا ليدنه د کندهار په امنیه قومندانۍ کې امنیې قومندانۍ سره د ملګرو ملتونو امنیتي مشاور رابرټ او د یوناما حوزوي دفتر مشر الیکس ترمنځ شوې ده.
د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیتي مشاور رابرټ زیاته کړې، چې دوی په کندهار کې د بېلابېلو پرمختیایي پروژو څخه لیدنه ترسره کړه.
دوی خوښي وښودله، چې سیمه کې یې هر څه د پرمختګ په حال کې ولیدل.
د یوناما حوزوي دفتر مشر ایلکس بيا زیاته کړه، چي دوی په زراعت، غذایي مواد‍و، د کانالونو پاکولو او نورو اړینو برخو کې د سرپرست افغان حکومت سره په همغږي خدمات وړاندې کوي.
د خبر پر بنسټ د کندهار امنيه قوماندان دوی ته لیدنه کې د امنیت او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او مننه یې کړې، چې موسیسات په دغه ولایت کې په پرمختیایي او نورو مهمو برخو کې کارونه مخته وړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس