معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار – هرات پر لویې لارې د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار – هرات پر لویې لارې د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، د څه باندې ۲۵۹میلیونه ۸۹۵ زره افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات پر لویې لارې د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د دوی په وینا دغه چارې له بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي دي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، د هر جومات چارې به د یوه کال په ترڅ کې بشپړې شي.

تر دې وړاندې هم ټولګټو وزارت د کابل – کندهار پر لویې لارې د شپږو جوماتونو د رغولو چارې پیل کړې وې، چې د مسوولینو په خبره ټاکلې موده کې به یې چارې بشپړې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس