معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار ښار په شاه بازار کې د ۱۱۰ پایو سولري څراغونو د نصب چارې پیل شوې

د کندهار ښار په شاه بازار کې د ۱۱۰ پایو سولري څراغونو د نصب چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ښار په شاه بازار سیمه کې د ملګرو ملتونو هبيتات مؤسسې له لوري د ۱۱۰ پایو سولري څراغونو د نصب چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ د دغو سولري څراغونو د نصبولو پر چارو به ۸۱ زره ۹۰۲ امریکايي ډالره لګښت راشي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق ( STFA) له لوري به ورکړل شي.
مسوولین وایي، یادې چارې به د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
خبر زیاتوي، چې ځایي ښاروال د ملګرو ملتونو د هبيتات مؤسسې له مسوولینو مننه کړې، چې د نورو رغنيزو کارونو ترڅنګ يې د ښار په روښانه کولو کې هم هڅې پیل کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس