معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د کورنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر کې د اماراتو له ولسمشر سره کتلي

د کورنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر کې د اماراتو له ولسمشر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغان حکومت د کورنیو چارو له وزیر، سـ.ـراج‌الـ.ـدیـ.ـن حـ.ـقانـ.ـي سره لیدلي.

د متحده عربي اماراتو خبري آژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لیدنه چې د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوې، په کې دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو پر لارو چارو بحث کړی دی.

دا لومړی وار دی چې د اوسني افغان حکومت تر بیا واکمنېدو وروسته د کورنیو چارو دغه وزیر له افغانستان بهر سفر کوي.

امریکا نوموړی د ترهګرو او تعقیب وړ لېست کې شامل کړی دی.

دغه سفر کې له نوموړي سره د استخباراتو رییس او انـ.ـس حـ.ـقـ.ـانـ.ـي هم ملګري وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس