معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کونړ او نورستان د ځنګلونو پر ځینو سیمو د اورلګېدنې راپورونه ورکړل شوي

د کونړ او نورستان د ځنګلونو پر ځینو سیمو د اورلګېدنې راپورونه ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ ولایت ځايي چارواکو ويل ي، چې د دې ولایت په پېچ درې ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله ۱۴ هکټاره او ۸۰ جریبه ځنګل له منځه تللی دی.
د چارواکو په خبره، اور له وړمې ورځې راهیسې پیل شوې، چې د دې ولایت د پیج درې ولسوالۍ د سندرۍ او کړنګل د ځنګلونو ترڅنګ د نورستان لوري ته یې هم لمن غځېدلې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې د سیمې سلګونه ځوانان د اور د کابو کولو په موخه ورغلي، خو تر اوسه پورې اور په مکمل ډول نه دی کابو شوی.
تر اوسه د دغې اور د بشپړ ځاني او مالي زیان په تړاو هم مسوولینو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس