معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کونړ د ماڼوګي برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو پرېکړه شوې

د کونړ د ماڼوګي برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو پرېکړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۸مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د دغه نیمګړو چارو د بشپړېدو پۀ اړه خبرې شوي.
د خبر له مخې دغه غونډه چې په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په کې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث کړی او مالیې وزارت ته دنده ورکړل شوې، څو تړوني شرکت ته پاتې انوایس هم ورکړي.
د دوی په وینا تړوني شرکت هم د پاتې چارو پر بشپړولو مکلف دی.
د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند کارونه ۹۷٫۷ سلنه مخته تللي، چې دغه بند د ۲٫۱ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس