معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ د نجارۍ په فابريکه کې د فساد له امله تر (۸۰) تنو ډېر نجاران وزګار شوي دي

د کونړ د نجارۍ په فابريکه کې د فساد له امله تر (۸۰) تنو ډېر نجاران وزګار شوي دي

د کونړ د نجارۍ په فابريکه کې د فساد له امله تر (۸۰) تنو ډېر نجاران وزګار شوي دي
راپور: سپين غر
د ګهیځ موندنې ښیي چې د کونړ د نجارۍ په فابریکه کې د فساد له امله اوس مهال د کونړ له کنډه ګل او نېشګام سیمو څخه تيار جوړ شوي فرنیچر راوړل کېږي او د دغې فابريکې د تولید په نوم د هېواد نورو سيمو ته وړل کېږي.
د ګهیځ موندنې ښکاروي چې دغه کار ددې سبب شوی ترڅو په دې فابریکه کې په پخو موادو د خامو موادو بدلولو اړتیا لیري شي او له امله یې شا او خوا اتیا تنه وزګار شي.
بل خوا تر لاسه شوي معلومات ښکاروي چې د فابريکې مسؤولين د يوې دروازې، کړکۍ او نورو توکو په انتقال د ګاونډ ولایت ننګرهار تر مرکز جلال آباد چپرهار هډې پورې له (۴۰۰۰) زرو افغانیو نېولې بیا تر (۵۰۰۰)زره افغانيو پورې پېسې اخلي.
د رحمت ساحل محمد شرکت له خوا د کونړ د نجارۍ فابریکې په نامه جوړه شوې فابريکه د کونړ ولايت اسعدآباد ښار سره نېږدې د ډنډونو سيمه کې موقعیت لري چې د دوه زره شلم زيږديز کال د جون په څلورويشتم يې د عملي توليد چارو پرانيسته وشوه. د هغه وخت د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د پرانيستې په مراسېمو کې وويل چې د پوهنې، لوړو زده کړو او نورو وزارتونو ترڅنګ مې له کونړ ولس نه هيله ده چې خپل د اړتيا وړ توکي په دغه فابريکه کې جوړ کړي.
د حکومت د دغې طرحې له مخې هغو لسګونو نجارانو ته هم کار زمینه برابره شوه چې د اسعدآباد په ښار کې یې د نجارۍ کوچنۍ کارخونې لرلې.
خو اوس داسې ښکاري چې دې لړۍ ډېر دوام و نکړ، او دا دی هره ورځ په دغه فابريکه کې ګومارل شوي لسګونه نجاران د بېلابېلو ستونزو له امله خپله دنده پرېږدي او دا لړۍ ورځ تر بلې اوږدیږي.
د دغې فابريکې يو تن نجار محب الله چې تازه يې دنده پرې اېښې وايي: “دنده مې ځکه پرېښوده چې تنخوا يې نه راکوله، موږ سره يې دولس زره افغانۍ ژمنه کړې وه، ټول مې ورسره څوارلس مياشتې کار وکړ، او ماته يې يوه مياشت هم پوره روپۍ په خپل وخت ندي راکړې،بس هر وخت به مو مظاهره کوله او بيا به دوی مجبورېدل او معاش به يې راکاوه، چې هغه به هم پوره نه وو، اوس مې هم پېسې لا ورسره پاتې دي.”
دغه نجار وایي چې په دغه فابريکه کې ټول (۱۲۰) تنو نجارانو کار کاوه چې اوس (۴۵) کسان ايله ترې پاتې وي.
هغه زياتوي چې د فابریکې مسؤولین په خلکو پاخه مواد له کنډه ګل او نېشګام څخه راوړي او په خپل نوم او د کرايې په اخيستلو يې د جلال آباد ښار تر چپرهار هډې پورې وړي، داسې چې د يوې کړکۍ، دروازې او يا بل توکي په انتقال له (۴۰۰۰) زرو پورته افغانۍ اخلي.
محب الله نجار وایي د کنډه ګل او نيشګام څخه په راوړل کېدونکو تیارو فرنیچرو کې د لویو چارواکو لاس دی او آن د راوړلو پر وخت یې هم دوی تر مخ یا شا روان وي.
يوه بل نجار اسماعيل چې تازه یې پدې فابريکه کې دنده پرې اېښې وايي: “ما په دې فابریکه کې ځکه کار پرېښود چې معاش به يې په خپل وخت نه راکاوه.”
دده په وینا پخوا په دې فابریکه کې ډول ډول توکي د کونړ له لرګیو جوړېدل خو اوس له دې فابریکې څخه د جوړو شویو توکو په منځ کې یوه اندازه لرګي هم نورو ولایتونو ته وړل کېږي.
اسماعیل نجار هم له نيشګام او کنډه ګل نه د تیارو فرنیچرو راوړل او بيا د دغې فابريکې په نوم جلال آباد ته وړل هم تأیيدوي.
همدارنګه د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ مشر حاجي اجمل وايي چې د دغې فابريکې بنسټ په فساد او قاچاقو ته د لارې برابرولو لپاره ایښودل شوی دی، ځکه دده په وینا د رحمت ساحل محمد په نامه خصوصي شرکت چې دا فابریکه یې جوړه کړې وه، ژمنه کړې وه چې دلته به پنځه ميلیونه ډالره پانګونه کوي چې په دې کې به د کونړ (۲۰۰۰) تنو نجارانو ته هم د کار زمینه برابره شي، خو داسې و نه شول.
حاجي اجمل زیاتوي چې دوی تر اوسه اېله ۴۵۰ یا۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې وي بل.پدې فابریکه کې نږدې ۶۰يا۸۰ تنو کار کاوه چې د هغوی معاشونه اوس هم پرې پاتې دي.‎
حاجي اجمل په ولسي جرګه کې د کونړ پر استازو هم نيوکه کوي چې د کونړ د ولسونو د حق غوښتنه او د ستونزو حل په موخه هڅه نه کوي.
دی وايي چې موږ يوه داسې عريضه هم وليکله چې په کې د ټولو وکيل ګذرانو او قومي مشرانو لاسليکونه وو، والي ته مو وسپارله تر څو ددې فابريکې مسؤولين څارنوالۍ ته ولېږې یا محکمې ته ،تر څو معلومه شي چې دا فابريکه قانوني ده که نه، خو تر اوسه په هغه عريضه هېڅ کار ونه شو او تر اوسه فابریکې ته لرګي ور روان دي.
د اسعد آباد ښار د نجارانو د اتحاديي مشر حاجي صديق الله هم دا خبره پر ځای بولي چې په فابریکه کې نجارانو ته په خپل وخت خپل معاشونه نه ورکول کېدل؛ هغه زياتوي چې نوموړې فابریکې ته ورغلي نجاران د اتحادیي د نظر خلاف ورغلي وو، نو ځکه د فابریکې مسؤولین دوی سره د کړیو ژمنو پر وړاندې پاتې راغلل.
دده په وینا کوم جواز چې دا فابریکه یي لري، د دوی کارخونې هم همدا جواز لري،خو دوی ته ددې ډول فرنیچر د تولید اجازه نه شته او دوی ته شته.
هغه چارواکي ګرم بولي او زياتوي چې فابريکې ته په ټريلو ټريلو لرګي ور روان دي، خو دلته چې کوم سيمه ییز نجاران کار کوي، هغوی ته بيا اره شوي لرګی نه پرېږدي.
بل خوا بیا د کونړ ولايت اسعد آباد ښار د ډنډونو په سيمه کې د رحمت سايل شرکت د لرګو فابريکې مسؤول شاه محمود پر دوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې: “له موږ سره اوس هم ډېر کسان کار کوي او کومو کسانو چې له موږ سره کار پرې اېښی هغوی ته په تور بازار کې ګټه ډېره وه، ځکه په خپله خوښه تللي دي.”
دا چې د کونړ له نورو سيمو جوړ فرنیچر راوړل کېږي او بيا د دغې فابريکې په نوم جلال آباد تر چپرهار هډې پورې د پېسو په بدل کې رسول کېږي، په اړه يې د فابريکې مسؤول شاه محمود وايي: “نه دا خبره حقيقت نه لري او کوم شی چې موږ کله وړِي هغه يوازې په لحاظ؛په دې توګه شوي چې قانوني ماليه مو ورکړې او نور مراحل مو يې طی کړي دي.”
دی وایي چې: “هېڅ کله داسې ندي شوي چې موږ بازار کې مال واخلو او فابريکې ته يې راوړو او بيا يې انتقال کړو.”
نوموړی پر ځان او فابریکه باندې لګېدلي تورونه بې ځايه او پروپاګنډ بولي.
د کونړوالي محمد اقبال سعيد بيا وايي چې د فابریکې موضوعات یي له نږدې څارلي، پخوا ستونزې وې خو اوس د فابریکې مسؤولینو ژمنه کړې چې دا ستونزې به ختموي او که دا ژمنې پوره نکړي د نوموړي په وینا دی خپله دا فابریکه تړي.
محمد اقبال سعید وایي: “دوی ژمنه کړې چې له وهل شویو لرګیو نه به استفاده کوي، ددې فابریکې د تولیداتو په پراخولو سره به د کونړ خلکو ته د کار زمینه برابروي، او په درې پړاوونو کې به فابریکې ته رشد ورکوي.”
د کونړ والي زیاتوي چې د اقتصاد له عالي شورا ددې فابریکې طرحه پاس شوې ده او دلته راغلې ده، په دې طرحه کې راغلي چې هغه لرګي چې دوی یي راوړي موږ ته به یي له وړاندې طرحه راکوي، د ولایت مقام لخوا له منظورۍ وروسته به ترې فرنیچر جوړیږي، د ولايت هيئت له منظورۍ به وروسته به مهر او لاک او بیا انتقاليږي.
د والي په وېنا په دغه فابريکه کې به له خط کش نيولې تر ماډرنو توکو پورې هر شی جوړيږي او هر څوک کولای شي چې د هېواد ګوټ ګوټ ته يې انتقال کړي.
د کونړ ولايت نږدې درې برخې ځمکه غرونو نيولې، د همدغو هسکو غرونو په لمنو کې د نښتر، څېړۍ او نورو ډول ډول ونو ګڼ ګڼ ځنګلونه شتون لري خو په تأسف سره چې له تېرو څلویښت کلونو را پدېخواه دا ځنګلونه په نامسلکي ډول وهل کېږي او د هېواد نورو سیمو او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
که څه هم په هېواد کې د بېلابېلو نظامونو او حکومتونو په رامنځ ته کېدو سره د دغه ملي شتمنۍ د وهلو او قاچاق د مخنیوي هڅه شوې، خو دا هڅې تر ډېره بريالۍ نه وې .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس