معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کونړ په نهو ولسواليو کې ګرځنده روغتيايي خدمات پيل شول

د کونړ په نهو ولسواليو کې ګرځنده روغتيايي خدمات پيل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي خدمات پیل شول.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ویلي، د روغتيايي خدمتونو د لا پرختيا او د خلکو لاسرسي په موخه د  UNFPA او ORCD موسسو په مرسته د دغه ولایت په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازي آباد، ناړۍ، وټه پور، چپه دره او پیچ درې  ولسوالیو کې د ګرځنده روغتيايي خدمتونو وړاندې کول پیل شول.

د کونړ وګړي د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه د مننې ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم د ورته اقدام غوښتونکي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس