معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره کتلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د ناروې کمېټې له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې او همدا راز د کډوالو شته ستونزو د هواري په اړه خبرې کړي.
په دغه کتنه کې اېګلنډ ویلي، موسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸ نیم لکه افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې هم غواړي چې ۷ لکه افغانانو ته مرسته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، دوی دې ته ژمن دي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو رسوي، خو غوښتنه یې کړې چې افغان مشران دې د ښځینه قشر کار ته د خپلو اصولو په چوکاټ کې اجازه ورکړي.
په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې هڅه یې دا ده څو د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس