وړمه ورځ یو شمېر نړیوالو رسنیو د ملګرو ملتو سازمان د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو شمېر څه باندې درې نیم میلیون تنو ته رسېدلی دی چې څه باندې اووه نیم لکه یې غیر راجستر شوي کسان دي او په مجموع کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نژدې شپږ لکه افغانان نوي پاکستان ته کډوال شوي دي.
یاد راپور همدارنګه زیاتوي چې دغه افغانان چې ډېر یې د بېلابېلو مجبوریتونو له امله له خپل کور کلي څخه کډې کولو ته اړ شوي دي په افغانستان کې د شته بېلابېلو ستونزو او په ورته وخت کې د پاکستان حکومت سخت چلند ته په کتو، د ملګرو ملتونو سازمان ته سترګې په لاره دي تر څو د شته ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي سفیر سردار احمد شکېب له بي بي سي راډیو سره په یوه مرکه کې وایي چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دوی سره د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې مرسته نه کوي.
نوموړی دا هم وايي چې يو اېن اېچ سي آر او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوي د کډوالو افغانانو د هغه شته ستونزو په اړه چې دوی یې ورسره مطرح کوي له دوی سره هېڅ همغږي نه کوي او نه د دوی پوښتنو ته ځواب وايي.
یوې خواته که وګورو په پاکستان، ایران او د نړۍ په ګڼو نورو لیرې او نژدې هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزه نوې نده، په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې منحوسې کودتا څخه چې له خپل مال او ملک څخه د مظلومو افغانانو بې ځایه کېدل او پردیو ملکو ته د هغوی د کډواله کېدو لړۍ پیل شوې بیا تر ننه په بېلابېلو دورونو کې همداسې روانه ده او خوار او ځپل شوي افغانان له هماغه وخته بیا تر ننه د کډوالۍ او بې کارۍ غمېزه ګالي.
بل خوا ددې تر څنګ د سیمې او ګاونډ په لیرې او نژدې هېوادونو کې له خوار او بې کوره شویو افغانانو سره د دغه کوربه هېوادونو غلط او ناسم چلند هم نوی ندی، د خوارو افغانانو د کډوالۍ له لومړۍ ورځې بیا تر ننه دا لړۍ هم د کډوالۍ له کړاو سره ملګرې ده او دواړه ستونزې څنګ په څنګ او موازي روانې دي.
له بده مرغه په افغانستان کې د یرغلګرو امریکایانو تر تیارې سیوري لاندې د قلابي جمهوریت تر سقوط وروسته د بدبخته افغانانو د کډوالۍ ستونزې لا نور اړخونه هم پیدا کړل او د یوه کړکیچ بڼه یې ځان ته غوره کړې ده.
طبیعي ده چې د بحران او کړکیچ له پراخېدو سره یوځای دلته ستونزې او کړاوونه هم زیات او پراخېږي او همدا وجه ده چې په مینځ کې د دې ټول بحران اصلي قربانیان بیا هم خوار او جګړه ځپلي افغانان دي او دا بدمرغه لړۍ به تر هغې همداسې روانه وي چې افغانان په خپل ملک کې د آرامۍ او سوکالۍ یوه مړۍ ډوډۍ پیدا نشي کړای.
دا به ومنو چې له افغانستان څخه د امریکایي یرغلګرو تر وتلو او په ملک باندې د واکمنې جعلي ډیموکراسۍ تر سقوط وروسته، دلته تر ډېره بریده د جګړې د اور بلې لمبې سړې شوې او اوس د خپل منځي جګړو له امله د افغانانو د تلفاتو هغه کچه ډېره را ټېټه شوې چې تر دې پخوا به وه، خو دلته ګڼ نور لاملونه هم شته چې لا هم خوار او درپه دره افغانان د خپلې خاورې او خپل ملک پرېښودو ته اړباسي او لا هم په سیمه او ګاونډ کې هغوی د خوارۍ او درپه درۍ ژوند او د ایران او پاکستان په څېر د شریرو ګاونډیانو د ظلم او ستم ګاللو ته اړ باسي.
په پاکستان کې پر بې سرپناه او مظلومو افغانان کډوالو د دغه هېواد د حکومت ظلمونه، څه نن او څه پرون د تاریخ هغه تور باب دی چې افغانان به یې کله هم هېر نکړي، خو په زړه پورې دا ده چې اوس د پاکستان پر حکومت سربېره د ملګرو ملتو سازمان اړوند ادارې هم د بې وزلو او جګړه ځپلیو افغانانو پر سر د ظلم او نادودو سره همغږي کوي او نه غواړي د هغوی ستونزې په سمه توګه حل شي.
دا چې د “یو این ایچ سي آر” د دې ډول اقداماتو موخه او هدف څه دی، شاید اړونده ادارې په خپله ښې پرې پوه شي اما یو څه چې هر چا ته ښکاره دي هغه دا دي چې پر خوارو افغان کډوالو له کلونو څه چې آن له لسیزو تجارت او سوداګري روانه ده او پدې سوداګرۍ کې نه یوازې د ایران او پاکستان په څېر زمونږ مسلمان ګاونډیان چې آن یو شمېر نړیوال طاقتونه او ځینې نړیوالې ادارې هم سره شریکې دي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162