معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو وزیر ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د ایران له سفیر سره کتلي

د کډوالو وزیر ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د ایران له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت سرپرست خلیل‌ الرحمن حقاني په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره د لېدنې پر مهال ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې حقاني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د حج د مراسمو پر مهال د افغانانو د تګ_راتګ، د کډوالو چارو وزارت له اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو افغانانو د جسدونو د لېږد په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کې د کډوالو وزارت د ایران د سفیر له قوله لیکلي، چې دوی هڅه کوي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې کړي او په ایران کې د افغان کډوالو شته ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس