معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو چارو وزارت مالي مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر کړی

د کډوالو چارو وزارت مالي مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تیره ورځ (سه شنبه) شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د صفري نقطې او لنډمهالي میشت غالي کمپونو څخه یې لیدنه وکړه.

په دې سفر کې، د وزارت مرستیال د خپل پلاوي سره د کډوالو ستونزې له نږدې وکتلې او اړوند مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې باید له پاکستان څخه اجباري راستنیدونکو ته اړین خدمات او ملاتړ وړاندې شي.

یاده سفر د وزارت معین او د مرکزي دفتر ځینې مشران او امرین په ګډون ترسره شوي چې هدف یې د موقتي کمپونو د کتنې، د موجوده امکاناتو ارزونې او د مهاجرو د غوښتنو د څیړلو لپاره و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس