معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ګالوپ تحقیقاتي‌ادارې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی

د ګالوپ تحقیقاتي‌ادارې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د افغانستان په تړاو د ګالوپ تحقیقاتي‌ادارې تازه سروې ښيي، چې د ۲۰۲۲ کال په څېر په دغه هېواد کې سږکال هم د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورني عاید له کمښته سر ټکوي.
د دې سروې له مخې، که څه هم د افغانستان په اقتصادي حالت کې د تېر کال په پرتله په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو د سروې موندنې ښيي، چې اوس هم ۸۱ سلنه افغانان فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی، ۶۰ سلنه فکر کوي، چې اقتصادي حالات یې ډېر خراب شوی، او ۲۵ سلنه افغانانو ته یې عواید کم او خراب برېښي.
بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت ستونزه مني خو زیاتوي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره، د سترو پروژو پلي کېدل او له بهر څخه په دغه هېواد کې پراخه پانګونه کول غوره حل لاره بولي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس