معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ګردېز – زرمت سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د ګردېز – زرمت سړک د جوړولو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د رغونې چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، دغه سړک چې شل کیلومټره اوږدوالی لري، د رغونې چارو ټول لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کیږي.
د ټولګټو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي مرستیال د ياد سړک د چارو پيل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وويل، چې د دغه سړک د لومړي لاټ چارې به له ژمي مخکې بشپړې شي.
په ورته وخت د سړک قراردادي شرکت مسوولین وايي، ياد سړک پنځه کيلومتره چارې یې د جمهوريت پر مهال بشپړې شوې وې او د پاتې پنځلس کيلومتره چارې يې پرون پيل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د لس کیلومټره لومړي لاټ قرارداد په ۳۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوی او د دوهم لاټ قرارداد چې لس کيلومتره کیږي، ارزښت یې ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس