معماری
خانه / ادب و هنر / د ګهیځ نوی غږ!

د ګهیځ نوی غږ!

سردارمحمد دیندارخېل د ګهیځ ټولنې مشر

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، مطبوعاتي، فرهنګي او رسنيزه ټولنه ده چې د هېواد په فرهنګي او رسنیزه بیا رغونه کې د فعالې ونډې اخیستنې په موخه د دې ډګر د څو تنو فعالینو له خوا را منځ ته شوې ده او د ۱۳۹۳ لمریز کال د جدي په میاشت کې یې خپل رسمي فعالیت په پلازمېنه کابل کې پیل کړ او تر دې دمه د هېواد د قلم والو او خبریالانو په پله د ګام اخیستو هڅه کوي.

 

ټولنه ولې«ګهیځ» ونومول شوه؟

رسنۍ په یوه ټولنه کې څلورمه قوه ګڼل کېږي او اغېز یې هم په ټولنه ډېر زیات دی، ځکه نو دلته هم د رسنیز ډګر څو تنه ژمن ملګري او د دین او هېواد سره مینه درلودونکي شخصیتونه سره راټول شول او هڅه یې وکړه تر څو خپل دین او هېواد ته لدې لارې خدمت وکړي.

د ټولنې لپاره د «ګهیځ» نوم هم پدې غوره شو چې شهید منهاج الدین ګهیځ په افغاني رسنیو کې د څلویښتمې لسیزې یو ځلانده نوم ؤ او هغه مهال یې په هېواد کې د چپي سیاسي کړیو او رسنیو په منځ کې ګهیځ جریده د یوه ځلانده ستوري په توګه وځلېده.

 

د ټولنې بنسټګر:

عبدالظاهرحمیدي، احمدضیاء رحیمزی، سردار محمد دیندارخېل، قدرت الله جاهد، محمد شعیب قریشي، نقیب الله حمید، عبدالفتاح جواد، ډاکټر وحیدالله مصلح، ډاکټر غنچه ګل ارمان، محمد اکبرموحد، عزیزاحمد حنیف، محمد الفت صافی او نقیب الله حیات.

دغه ټولنه د هېواد په ګڼو ولایتونو؛ لکه: کابل، ننګرهار، هرات، کندز، خوست او بلخ کې فعالیت کوي چې تر اوسه یې د غړیو شمېر لسګونو تنو ته رسېږي.

 

د ټولنې موخې:

گهیځ ټولنه د خپلې اساسنامې د اوومې مادې پر بنسټ د لاندې موخو لپاره فعالیت کوي:

د هېواد په بیا رغونه کې د رسنیز کار له لارې ونډه اخیستنه.

په داسې بڼه د ځوان نسل روزنه چې دیني او ملي ارزښتنو ته ژمن وي.

د خلکو د پوهې او معلوماتو د سطحې لوړول او په خلکو کې د عامه پوهاوي او د ویښتابه رامنځته کول.

د افکارو د تبادلې لپاره د متقابل درناوي د اصل په رعایت سره په آزاده فضا کې زمینه برابرول.

د رسنیو او کلتور د ودې په موخه بېلابېلو اړخونو ته د سلا مشورو او د علمي طرحو وړاندې کول، د اسلامی او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ادب او کلتور په وده کې ونډه اخیستنه.

په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ او ملي اصیلو ارزښتونو ساتنه، خپراوی او پراخول.

د لیکوالانو او ژورنالیستانو د مسلکي او کاري وړتیاوو پیاوړي کول.

له اسلامي ارزښتونو څخه ملاتړ او د هغې ساتنه او پالنه.

 

ارزښتونه:

ګهیځ په خپلو ټولو فعالیتونو کې لاندې ارزښتونه په نظر کې نيسي:

۱- ایمان او دینداري؛

۲- مسؤولیت پېژندنه؛

۳- امانت؛

۴- وطن دوستي؛

۵- شوراییت؛

۶- ټولنيز عدالت؛

۷- قانونمندي؛

۸- ملي ګټې؛

 

د ټولنې د غړیتوب شرایط:

۱ – د افغانستان د تابعیت درلودل.

۲ – ژورنالیست یا لیکوال او په فرهنګي فعالیتونو کې ونډه درلودل.

۳ – له ښه شهرت نه برخمن توب، ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنتوب.

۴ – د دې ټولنې اساسنامې او نورو لوایحو ته ژمنتوب.

 

د غړیتوب ترلاسه کولو طریقه:

هر څوک چې په پورتنيو شرایطو برابر وي، د ټولنې له مرکزي یا سیمه ییز دفتر څخه د غړیتوب فورمې ترلاسه کولو وروسته، ځان د دې ټولنې غړی ګڼلای او د ټولنې په فعالیتونو کې ونډه اخیستلای شي.

 

د غړي مکلفیتونه:

د ټولنې په غونډو او پروګرامونو کې په منظم ډول ګډون.

هېواد والو ته د ګهیځ ټولنې د ښې ور پېژندنې او د پرمختګ لپاره کار کول.

د ټولنې اساسنامې او کاري لایحو ته ژمنتوب.

 

کاري وسایل:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، خپلو ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره له لاندې وسایلو کار اخلي:

علمي کنفرانسونه او سیمینارونه.

د مسلکي کتابونو د لنډیز وړاندې کول او د هغې څېړنه.

د ژورنالیستکي، خبري او ادبي مرکزونو جوړونه.

له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخیستنه.

له ټولو هغه مشـروع وسایلو او امکاناتو ګټه اخیستنه او د هغې کارونه چې لیکوالو او ژورنالیستانو ته زمونږ په پیغام رسونه کې مرسته وکړي.

 

له ورته نورو ادارو سره اړیکې:

 

۱د افغانستان د خبريالانو او رسنيو د ټولنو د فدراسيون غړیتوب:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور یا غوایي په شپږمه نېټه د افغانستان د خبریالانو او رسنیو په فدراسیون کې چې د ګڼو ژورنالیستکي او رسنیزو ټولنو یو ګډ چتر ګڼل کېږي، غړیتوب ترلاسه کړی او په غونډو کې یې په منظم ډول برخه اخلي.

 

۲د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق د مد یره پلاوي غړیتوب:

د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق، د افغان ژورنالیستانو او رسنیزو کار کوونکو د مالي ملاتړ یو نا دولتي بنسټ دی چې له زخمي او مریضو ژورنالیستانو او همدارنګه د شهیدو شویو ژورنالیستانو له کورنیو سره د خپلې لایحې مطابق مرسته کوي. د دې صندوق په مدیره پلاوي کې چې له بېلابېلو بنسټونو استازي لري، د ګهیځ ټولنې د مشرتابه یو تن غړی هم د یاد صندوق د مدیره پلاوي غړی دی.

۳تعلیمي، تحقیقي او ادبي مرکزونو سره اړیکې:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه له ډېری تعلیمي، تحقیقي او ادبي ټولنو سره د همغږۍ په خاطر ناستې کړي دي او ځینو سره یې د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه لیکونه هم امضاء کړي دي؛ دا  یوه دومداره پروسه ده چې د ګهیځ ټولنې اداره به هڅه وکړي ترڅو د خپلو هېوادوالو د لا ښه خدمت په موخه له ټولو تحصیلي، تحقیقي او ادبي مرکزونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

 

زوني فعالیتونه:

د ګهیځ ټولنې مرکزي ادارې وغوښتل چې له مرکز څخه بهر هم خپل فعالیت ته پراختیا ورکړي چي  ټولنه دم ګړۍ د هېواد په څلورو زونونو کې خپل استازي لري او فعالیتونه یې په ښه توګه پر مخ روان دي:

– ختیځ زون: ننګرهار

– سویل لوېدیځ زون: هرات

– شمال ختیځ زون: کندوز

– شمال زون: بلخ

– سویل ختیځ زون: خوست

 

مرکزي فعالیتونه

 

– ګهیځ مهالنۍ مجله:

په حاضر وخت کې د لیکوالۍ او ژورنالیزم په برخه کې کومه ځانګړې مجله یا خپرونه نه تر سترګو کېږي، ځکه نو د ګهیځ ټولنې مشرتابه پلاوي پرېکړه وکړه چې باید ټولنه یوه تخصصي مجله ولري ترڅو د ژورنالیزم او لیکوالۍ په برخه کې اوسني او راتلونکی نسل ته ګټه ورسوي، نو ادارې د ګهیځ مهالنۍ مجلې بنسټ کېښود چې الحمد لله لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۹۷لمریز کال د سنبلې په ۳۱ مه نېټه چاپ شوه او تر دې دمه اته (۸) ګڼې چاپ شوې دي؛ د مجلې ټول مضامین د لیکوالۍ او ژورنالیزم په اړه وي.

 

– ګهیځ ویب پاڼه (gaheez.af):

د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ او د آنلاین رسنیو اهمیت ته په کتو سره د ګهیځ ټولنې ادارې د ګهیځ ویب پاڼې په جوړولو سره آنلاین خپرونې هم د ۱۳۹۷ لمریز کال د قوس په ۱۵نېټه پیل کړې.      د ګهیځ ویب پاڼه هم یوه مسلکي ویب پاڼه ده چې موضوعات یې د ګهیځ مجلې په شان په ژورنالیزم او ادبیاتو پورې اړوند دي.

 

– ګهیځ خبري ګروپونه:

ګهیځ ټولنه په واټسپ او ټلګرام کې د ګهیځ په نامه خبري ګروپونه لري چې د هېواد د مهمو ملکي او نظامي ادارو او ټولو ولایتونو ویاندویان او آزاد ژورنالیستان یې غړي دي او له ټول هېواد څخه تازه خبرونه پکې خپرېږي.

 

– کتابتون:

ګهیځ ټولنه په خپل مرکزي دفتر کې یو مناسب کتابتون لري چې تر ډېره بریده د ژورنالیزم او لیکوالۍ اړوند کتابونه پکې موجود دي، همدارنګه پر ژورنالیزم او لیکوالۍ سربېره ګڼ نور علمي او تحقیقي کتابونه هم په دغه کتابتون کې د لوستوالو او مینه والو په خدمت کې دي.

پدې توګه ګهیځ ټولنې په تېره موده کې د خپلو محدودو مالي امکاناتو او ګڼو نورو محدودیتونو سره د خپلو دیني ارزښتونو او فرهنګي ویاړونو د ژوندي ساتلو په لار کې پداسې حال کې مبارزه کړې چې هېواد او ولس مو لا د خپلې ځمکې او خپلې

خاورې بشپړ اختیار په لاس کې نه درلود. خو د ستونزو او نا خوالو سره یې تر دې دمه خپله رسنیزه او فرهنګي مبارزه جاري ساتلې، زمونږ دا هڅه او هاند به ان شاء الله دوام لري، خو پدې ستونزمن مزل کې د ملګرتیا لپاره د خپل فرهنګ پال او غیرتي ولس هر اړخیز ملاتړ او لاسنیوي ته هم تل سترګي په لاره یو. درنښت

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس