کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څلورمه غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی.
نوموړې د دې غونډې پرمهال افغانستان کې د بشري حقونو، رسنیو، امنیت او د افغانانو د اقتصادي ستونزو اړوندو مسایلو له توضیحاتو ورکړې سربېره ویلي، چې افغان ولس هم له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت ویاند تر دې مخکې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته د دغه ډول غونډو پرېکړې به عقديي او له واقعته لرې وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/