کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ٧٧ په نوم ترکي شرکت مرستيال بوراک اونسال د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په افغانستان کې د بادي برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې بوراک اونسال د هرات بادي او سروبي ۲ برېښنا د توليد پروژو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړى دى.
همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په اړه هم خبرې کړي او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/