معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د WFP له لوري ازبکستان کې د افغانستان لپاره د نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات شوي

د WFP له لوري ازبکستان کې د افغانستان لپاره د نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP له لوري ویل شوي، چې په افغانستان کې د ټولو اړمنو کسانو لپاره د خوراکي توکو د مرستو رسولو لپاره په ازبکستان کې د خپل نوي جوړ شوي لوژستیکي مرکز ظرفیتونه یې زیات کړي دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې د ازبکستان د حکومت په همکارۍ له دې لوژستیکي مرکز څخه اوسمهال هره ورځ شاوخوا زر ټنه خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول کیږي.
دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د راپورونو له مخې افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د فقر او لوږې کچه ډېریږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس