کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشري ارزونو یوه بنسټ “اې سي اې پي ایس” په خپل خپاره کړي یو راپور کې ویلي، چې په راتلونکو لسو کالو کې به افغانستان د اقلیمي بدلون له عمده خطرونو سره مخ شي.
یاد بنسټ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه یوه راپور کې له نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کېدل، دیخونو ویلې کېدل، وچکالي، سیلابونه او ځمکې ښویېدنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.
په راپور کې راغلي چې که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو په برخه کې ډېره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغېزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هېوادونو په ډله کې راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/