معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکی کال ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

راتلونکی کال ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، په راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۲۱ میلیونه خلک د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي ناخوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به د لږو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي سره مخامخ شي.

دغه راز ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د سیاسي بدلونونو له امله ښایي ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، چې ښایي دې سره هم ستونزې وزېږیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس