معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکې سه شنبه د سالنګونو لار د هر ډول تګ – راتګ پرمخ پرانیستل کیږي

راتلونکې سه شنبه د سالنګونو لار د هر ډول تګ – راتګ پرمخ پرانیستل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د لویې لارې اړوند پلان شوی کار بشپړ اعلان کړی.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې د سږکال پلان شویو چارو بشپړېدو سره سم به دغه لاره د روان کال د جدې په څلورمه د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي.

وزارت زیاته کړې، لویو او کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو ته به له دواړو خواوو د تګ  – راتګ اجازه ورکړل شي، خو بار وړونکي وسایط به په نوبتي ډول یوه ورځ له شمال څخه جنوب ته او بله ورځ له جنوب څخه شمال ته تګ وکړي.

پر دغې لارې موده وړاندې د رغون چارې پیل شوې وې، چې مسوولینو ویلي وو، له ژمي راتلو وړاندې به یې چارې بشپړې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس