کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا سپینې ماڼۍ رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر جوبایډن به د راروانې چهارشنبې په ورځ د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خپل دفتر کې وګوري.
په امریکا کې له ټولټاکنو وروسته د ولسمشر او منتخب ولسمشر ترمنځ دا ډول لیدنې یو پخوانی دود دی، خو جمهوري پال ټرمپ وروسته له دې چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې یې ماته وخوړه، بایډن ته د لیدنې بلنه نه وه ورکړې.
د دغې لیدنې موخه د واک په سوله ییزه توګه لېږدول او د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کول ښودل شوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/