معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکې چهارشنبه به ازبکستان افغانستان ته د تړون په اساس برېښنا ولېږدوي

راتلونکې چهارشنبه به ازبکستان افغانستان ته د تړون په اساس برېښنا ولېږدوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت په یوه رسمي خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دوی به را روانه چهارشنبه(۵ سلواغه) افغانستان ته د برېښنا د شوي تړون په اساس د پخوا په څېر برېښنا ولېږدوي.
دوی زیاته کړې، چې ازبکستان کې د سختې یخنۍ له امله تخنیکي ستونزې حل شوي، چې تر دې وروسته به افغانستان ته د تړون مطابق برېښنا لېږدوي.
افغانستان کې د مرکز کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه د برېښنا برچاوۍ له امله ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې اوس د راپورونو له مخې افغانستان له ترکمنستان سره هم د برېښنا د تورید تړون د روان ۲۰۲۳ کال لپاره د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې تمدید کړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس