کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو لوبې چې تېره ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې، په لومړۍ ورځ لوبه کې یې د راشدخان ارمان په لوبډلمشرۍ د ممبيي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه کې لومړی رایلز لوبډلې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۳ منډې هدف وټاکه.
د کېپ ټاون لوبډلې په شپاړلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره کړ.
د کېپ ټاون لوبډلې لپاره ځوان افریقايي لوبغاړي ډيولډ برېویس ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
دا په سوداګریزو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشدخان ارمان دوهم ځل لوبډلمشري ده، چې پرلپسې لوبې ګټي، هغه د هند غوره لیګ په یوه سیالۍ کې هم د لوبډلمشر نه لوبیدو له امله د ګجرات ټایټانز لوبډلې مشري کړې وه، چې هغه لوبه یې هم ګټلې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/