معماری
خانه / ګهیځ نیوز / راشد خان د کرکټ شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو

راشد خان د کرکټ شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د شل اوریزو لوبو پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه، د کرکټ مبصرینو د افغان کرکټ شل اوریزو لوبو لپاره بېلابېل لوبغاړي د لوبډلمشر په توګه غوره ګڼل.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان راشد خان ته د لوبډل مشر کېدو له امله مبارکي ورکړې او راشد یې هغه څوک یاد کړی چې تل یې لوبډله کې سل سلنه وړتیا ښودلې او ټول لوبغاړي او ولس یې پر ځان راټول کړی دی.
نصیب خان راشد ته له الله څخه د دې ستر مسوولیت په ښه توګه د ادا کولو غوښتنه کړې.
راشد د افغانستان کرکټ ټیم هغه لوبغاړی دی چې د کرکټ په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د خپل خاص بالنګ پرمټ یو پېژندل شوی او منل شوی لوبغاړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس