کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو ويلي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې ۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت ویاند وایي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پرتله د کرونا ویروس د مثبتو پېښو کچه کمه شوې ده.
بلخوا د افغان – جاپان د ساري ناروغیو د روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې مسؤولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د ترسره شویو ۸۹ معایناتو له ډلې ۲۷ یې مثبتې وې.
افغان- جاپان د ساري ناروغیو روغتون له ۲۰۱۹ زېږدیز کال راهیسې تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو د تشخیص او درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه فعالیت لري.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/