معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال بلخ کې د ترافیکي پېښو امله ۲۶۸ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

روان کال بلخ کې د ترافیکي پېښو امله ۲۶۸ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلخ کې د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې دي.

د خبر پر بنسټ، د دغو ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۶۰ تنه نور ټپیان  شوي دي.

د مسوولینو په وینا دغه پېښې تېرو لسو میاشتو کې د مزار – شبرغان او مزار – سمنګان لویو لارو په اوږدو کې شوي، چې په کې یاده مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو کچه څو برابره لوړه ده، چې لوی لامل یې د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول، د موټر چلوونکو بې غوري او د لویو لارو د سړکونو خرابوالی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس