معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال د هېواد صادرات نږدې ۱۳۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي

روان کال د هېواد صادرات نږدې ۱۳۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او خپاره کړي دي.
د راپور پر بنسټ، د صادراتو ټولیز ارزښت په دې مياشت کې ۱۳۶.۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۳.۶ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
یادې ادارې ویلي، چې د تېر کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۹.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال د زمري مياشتې د ارقامو تحلیل د هېواد په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیونه ډالره کمښت ښيي.
همدارنګه د ۱۴۰۱ لمريز کال په زمري مياشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۱۲.۸ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په پرتله ۳۰.۸ ميليونه ډالره کموالی ښيي.
دغه اداراې زیاته کړې، چې سږ کال په زمري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته او تېر کال په همدې میاشت کې زيات صادرات پاکستان، هند، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس