کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ، دغه وزارت ویلي، چې د هېواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د رامنځته شویو آسانتیاوو او له فساد سره د جدي مبارزې له امله د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په ترسره شویو صادراتو کې د څه باندې ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مېوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي.
دغه صادرات د پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته صادر شوي دي.
.ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/