کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته انار صادر شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې اړه رسنیو ته ویلي، تر ټولو ډېر انار پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
بل لور هېواد کې د انارو يو شمېر باغ لرونکي که څه هم د انارو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي، خو بل لور د کمرنګه بازار له امله شکایت کوي.
افغانستان یو له هغو کرنیزو هېوادونو دی، چې له ۷۰ سلنې ډېر وګړي، یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او تر ډېره د خپل ژوند اړتیاوې هم له همدې لارې پوره کوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/