کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هوا پېژندې ریاست او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په روان لمریز کال کې په هېواد کې د اورښتونو له ۲۵ تر ۴۰ سلنې کموالي خبر ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ، د یاد ریاست رییس ويلي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د هېواد په شمال، شمال ختیځ، شمال لویدیځ ختیځ او سویل برخه کې اورښتونه زیات شي.
په ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د کال په دې ورځو کې د باران او واورې له نه ورښته اندېښمن دي.
بل پلو د کابل ښار سربېره په هرات، غور، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې د باران او واورې د اورښت دعاګانې او استسقاء لمونځونه هم ادا شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/