معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال هېواد کې زر بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

روان کال هېواد کې زر بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا زرو بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي.

د یاد وزارت مسوولینو تازه بهرنیو وګړو ته د کار جواز د ورکړې لپاره تورخم بندر کې استازولي جوړه کړه.

له دې سره د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هغو برخو کې چې افغانستان ورته اړتیا لري، بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو ورکړه اغېز لري، خو افغان ځوانانو ته هم د کار زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د هغو بهرنیو وګړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه چې د موسسو او خصوصي سکټور له لارې افغانستان ته د کار لپاره راځي، د هېواد په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د کار د جوازونو د وېش استازولۍ جوړې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس