معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال په کابل کې اته هوايي پلونه جوړیږي

روان کال په کابل کې اته هوايي پلونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ ويلي، چې روان کال به د ولسونو تګ – راتګ  د اسانتیاو په موخه کابل ښار کې اته هوايي پلونه جوړ کړي.

د خبر پر بنسټ کابل ښاروالۍ زیاته کړې، پر دغو پلونو چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې به جوړ شي، شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوايي پلونو جوړول د ټرافیکي پېښو او ګڼې – ګوڼې په کموالي کې اغېزناک بولي او غوښتنه کوي، چې خلکو ته باید په دې برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

د اوسني حکومت تر حاکمیت وروسته کابل ښاروالۍ یو شمېر څلور لارې، شنې ساحې، کانالونه او هوايي پلونه جوړ او رغولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس