معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي

روان کال په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ويلي، د روان هجري – لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون ۸۰۰ زره ډالره بولي او همدا راز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.

بل لور د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره اسلامي امارت باید د پروسېس د فابریکو د جوړولو ترڅنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د زمردو د کانونو د استخراج لپاره د دغه وزارت لخوا ۶۰۰ جوازونه وېشل شوي او د استخراج په بهیر کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس