کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، روان لمریز کال به د پنځه میلیارده او دوه سوه څلوېښت مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې چې ۸۵ یې د سړکونو د رغولو په برخه کې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالي زیاتوي، په دغو پروژو کې د خېرخانې د کوتل، رحمان مینې او میرویس مېدان واټونه شامل دي.
د مسوولینو په وینا اوس د قلعه زمان خان تر عمومي سړکه د امنیت د پروژې د عمومي سړک جوړېدو چارې چې څه مودې وړاندې پیل شوې وې، پای ته رسېدلي دي.
ځایي اوسېدونکي د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دي.
بل لور د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ غواړي، چې په دغه ښار کې زېربنایي پروژې په یو ډول عملي کړي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پروسږ کال ۱۸۰ پروژې چې د سړک جوړولو، کانال جوړولو، د څلورلارو د رغولو، تنظیف او سمسورتیا پروژې په کې شاملي دي، عملي شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/