کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۲ بهرنیو هېوادونو ته د ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه اندزه تازه میوه امریکا، پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادره شوې.
دغو مېوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندواڼې او نورې مېوې شاملې دي.
د یادونې ده، چې تېرو دریو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو سره – سره له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې غوړېدلي، چې ورسره بهر ته د افغانستان صادرات هم زیات شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/