ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ور کړی چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.
د خونې مرستیال یونس مومند وايي په کومو افغان محصولاتو چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږي ژر به يې د نوملړ خپور شي.
د یادې خونې شمېرې ښېي چې په تېر کې د روسیې له لوري پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالي اغېز کړی و.
کشمش، کچالو او پیاز هغه افغان محصولات دي چې روسیې ته وړل کېږي.