ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ور کړی چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکی تعرفه معاف کړې ده.
د خونې مرستیال یونس مومند وایی په کومو افغان محصولاتو چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږی ژر به یې د نوملړ خپور شی.
د یادې خونې شمېرې ښېی چې په تېر کې د روسیې له لوری پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالی اغېز کړی و.
کشمش، کچالو او پیاز هغه افغان محصولات دی چې روسیې ته وړل کېږی.
گهیځ