معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسي مزایلو پر اوکراین تازه بریدونه کړي:

روسي مزایلو پر اوکراین تازه بریدونه کړي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې روسیې پر اوکراین د میزایلو تازه بریدونه کړي چې له امله یې د اوکراین په لویو ښارونو کې د اوبو رسولو شبکې ویجاړې شوي دي.
تر دې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې د دغه هېواد برېښنا پرې شوې وه.
د اوکراین ښاروال ویلي، د میټرو ترانسپورتي شبکې کار بند کړی، ترڅو د ښار اوسېدونکو ته د ژغورنې لپاره په تم ځایونو کې پناه ورکړي. د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف، چې له روسیې سره پولې ته نږدې دی، هم د برېښنا له نشتوالي سره مخ دی.
روسیې د اوکراین خاورې د لاندې کولو په موخه پر دغه هېواد برید کړی چې د نړیوالو له سخت نیوکو او بندیزونو سربېره هم د روسیې لخوا د اوکراین د نیولو هڅې روانې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي بیا د روسیې د دغه برید په شاه تنبولو مشري په خپله غاړه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس