معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیه له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي

روسیه له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو شپږمه مشورتي غونډه کې ویلي، چې هېواد یېله اوسني افغان حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا هڅه کوي.

لاوروف زیاته کړې، روسي شرکتونه د افغانستان کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د روسیې بهرنېو چارو وزیر دغه راز د امنیتی ګواښونو او نشه یي توکو برخه کې د اوسني حکومت له مبارزې ستاینه کړې.

نوموړي زیاته کړې، سیمه او نړۍ کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته اقتصادي اتصال برخه کې د افغانستان ارزښت د پخوا پرتله زیات شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس