کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې – اترې شوي.
سرپرست وزیر دغه کتنه کې له روسيې سره اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی، چې په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې بايد د دواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي.
نوموړي د افغانستان او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تګ – راتګ هم مهم بللی او زياته کړې يې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې ګڼ افغان چارواکي په روسیه کې ناستو ته بلل شوي دي.
په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دغه کتنه کې ويلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
کابلوف همدارنګه زیاته کړې، هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د لوړې کچې خبرې – اترې ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/