معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ افغان حکومت یې د دوی د استازو له ګډون پرته نیمګړې بولي

روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ افغان حکومت یې د دوی د استازو له ګډون پرته نیمګړې بولي

یکشنه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د جوړېدونکې غونډې بحثونه د کابل د استازو له ګډون پرته نیمګړي بولي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه رابلل کېږي، خو د د دغه هېواد د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه و نه لري.
د راپورونو پر بنسټ تمه ده، چې دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان دمګړۍ یو مسوول، مشروع او خپلواک حکومت لري.
هغه وايي، چې د خپل هېواد امنیت یې ټینګ کړی او د ګاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې له هېوادونو سره په سیاسي، امینتي او اقتصادي برخو کې مثبت تعامل لري.
بلخي دغه راز د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي چي د ط.البانو اسلامي تحریک رامنځته کېدل یې امریکا پور تړلي دي.
ده زياته کړې، د ط البانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد لـه مـاتي وروسته، د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و چې په خپل وطن کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نوييمو کلونو ملوك الطوائفي او وروسته يې بهرني اشغال له منځه یووړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی دی.
که څه هم د افغان چارواکي اوسنی رامنځ ته شوی حکومت مشروع بولي او سربېره پر دې چې د سیمې ډېری هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومت سره سیاسي او اقتصادي راشه درشه هم ساتلې خو لا تر اوسه کوم هېواد د دغه حکوت د رسمیت پېژندو پرېکړه نه ده کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس