معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیه کې د ۱۳ هېوادونو په کچه افغان پوځي غرختنه کې لومړی مقام ګټلی

روسیه کې د ۱۳ هېوادونو په کچه افغان پوځي غرختنه کې لومړی مقام ګټلی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکړی، چې روسیه کې د افغان حکومت یو تن سرتېري د پوځي سپورټ نړیوالې شورا له لوري د سولې لپاره د البروس د غر ختنې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړی.

په دې سیالۍ کې د افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې هېوادونو ۵۰ تنو سرتېرو ګډون کړی وو.

دفاع وزارت ویلي، چې دا افغان سرتېری استاد محمد هارون یاسر نومیږي.

د قفقاز غرونو دا څوکه البروس نومیږي، چې د اروپا بام په نوم هم شهرت لري او د بحر له سطحې څخه ۵زره ۶۴۲ متره لوړه ده.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي، چې یاد افغان سرتېري له اتلولۍ وروسته خپل روسی سیال د اسلام په مبارک دین هم مشرف کړ او د اروپا پر بام یې د اسلام سپېڅلې کلیمه وویله.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس