کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر د سن پټرزبورګ ۲۷ نړیوالې اقتصادي غونډې څنډه کې د روسیې د کار وزیر انتون کوتیاکوف سره د افغان کارګرو په اړه خبرې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې دې کتنه کې دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو انتقال او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو د ظرفیت پرلوړولو خبرې کړې دي.
وزیر خپل روسي سیال ته د افغان کارګرو د انتقال طرحه هم وړاندې کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/